پاکستان  د هندوستان اړوند  بې پیلوټه الوتکه ویشتې ده.

پاکستان د هندوستان بې پيلوته الوتکه راوغورځوله

پاکستان  د هندوستان اړوند  بې پیلوټه الوتکه ویشتې ده.

پاکستان  د هندوستان اړوند  بې پیلوټه الوتکه ویشتې ده.

د پاکستان  پوځ ویلي دي چې  د هندوستان  اړوند  یوه بې پیلوته الوتکه چې  د پاکستان هوايي حریم ته  راتیره  شوې  راوغورځولې ده.

د پاکستان د پوځ د رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د ازاد کشمیر د چیري کوټ په سیمه کې  د هندوستان  اړوند  یوه بې پيلوټه الوتکه چې د کنټرول د کرښې نه راوښتې وه  راغورځولې ده .

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  دې الوتکې  د کنټرول په کرښه کې  د پاکستان  لوري ته  د عسکري سیمې  عسکونه او فلم  اخیستل  چې  د پوځیانو لخوا راوغورځول شوه.

د یادولو وړ ده چې  د پاکستان  پوځ  تیره میاشت هم  د هندوستان  اړوند  یوه  جاسوسه بې پیلوټه الوتکه  راغورځولې وه.

هندوستان  بیا  تر اوسه پورې ددې پيښې په اړه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه