هندي افسر د ISI په دام کې!

د هند پولیسو د هوايي ځواکونو هغه افسر نیولی دی چې د ښکلې نجلۍ په جامه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا اغوا شوی وو.

هندي افسر د ISI په دام کې!

هندي افسر د ISI په دام کې!

د هند پولیسو د هوايي ځواکونو هغه افسر نیولی دی چې د ښکلې نجلۍ په جامه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا اغوا شوی وو.

د هندوستان د ټایمز آف اېنډیا د خبر پر اساس ددې هېواد د هوايي ځواکونو یو تن افسر چې آرون مارواها نومیږي  واټساپ له لارې د « سېکس چټ» په واسطه د آی اېس آی لخوا اغوا شوی او ددې هېواد محرم اسناد یې ورته لېږلي دي.

د خبر له  مخې مارواها هغه مهال ونیول شو چې د هوایي ځواکونو د روزنیز محرم پروګرام عکسونه  یې اخیستل او بیا یې د واټساپ له لارې خپلې خیالي معشوقې ته لېږل. 

نوموړی د جنورۍ په ۳۱مه نیول شوی دی.

د معلوماتو له مخې دا افسر د ډیسمبر په میاشت کې د فېسبوک د دوو جعلي حسابونو په واسطه په دام کې ګېر شو. د آی اېس آی لخوا د یو لړ پاروونکو پروفایلونو په واسطه ددې افسر سره چټ شوی او بیا د واټساپ له لارې ترې محرم اسناد غوښتل شوي دي. پولیسو تر اوسه پورې د پېسو د راکړې ورکړې په اړه شواهد نه دي موندلي. ویل کیږي چې ۵۱ کلن هندي افسر دا ټول د د « سېکس چټ» لپاره کړي دي.



اړوند خبرونه