د هند او پاکستان د پوله ساتو ترمنخ نښته وشوه

د هند او پاکستان په پوله کې نښتې ګڼ شمیر کسان ته مرګ ژوبله واړوله

903654
د هند او پاکستان د پوله ساتو ترمنخ نښته وشوه

په کشمیر کې د هند او پاکستان د سرتیرو ترمنځه  په نښته کې  ۴ تنه هندي سرتیري او دوه پاکستاني ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ لخوا پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې هندي سرتیرو د کنټرول په کرښه کې د نزاپیر په سیمه ډزې وکړې.

په ډزو کې دوه تنه  پاکستاني ملکي وګړي مړه  او ۶ تنه نور ټپیان شول.

پاکستاني ځواکونو هم  په ځوابي بریدونو او ډزو پیل وکړ. د پاکستاني ځواکونو په برید کې  لږ تر لږه  ۴ تنه سرتیري مړه  او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې د پاکستان او هندوستان ترمنځه په پوله کې  نښتې ډیرې شوي دي.

د پاکستان  د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د روان میلادي کال د جنوري د میاشتې د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره  هندوستان لورې  تر سلو ډیر ځلې  د اوربند نه  سرغړونه کړې او بریدونه يي کړي دي.

پدې بریدونو کې تر شلو ډیر پاکستانیان مړه او ګن شمیر نور ټپيان شوي دي.

همداشان  هندوستان هم  د نوي کال نه راپدیخوا په بریدونو کې  لږ تر لږه  ۱۵ تنه  او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.

د ویلو ده چې هند او پاکستان  د پولو کې د نښتو د مخنیوي په خاطر په ۲۰۰۳ کال کې اوربند  لاسلیک کړ خو  دواړه خواوو  د اوربند نه سرغړونې کوي.



اړوند خبرونه