د پاکستان د کرمه ایجنسۍ په سیمه کې چاودنه وشوه.
په کرمه ایجنسۍ کې په ملکي وګړو چاودنه وشوه
899560
د پاکستان د کرمه ایجنسۍ په سیمه کې چاودنه وشوه.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د کرمې ایجنسۍ د مقبل په سیمه کې د ملکي وګړو په موټر چاودنه وشوه.
په چاودنه کې ۶ تنه مړه او یو تن بل ټپي شو.
د سیمې چارواکیو خبري رسنیو ته ویلي دي یو موټر چې ۷ تنه پکې سپاره ول او فاتحې ته روان ول په لاره کې د ځای په ځای شوي بم سره جنګیدلی دی.
د بم سره د موټر د جنګیدو له امله چاودنه رامنځته شوه. په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۶ تنه غړي مړه او یو تن بل ټپي شوی دی. د پیښې د قربانیانو نه درې تنه ښځې دي
د پیښې ټپي روغتون ته انتقال شوی دی.