په کوټه کې د ګوزن ضد د واکسین په ډلې وسله وال برید وشو

د پاکستان  په کوټه ښار کې  د د ګوزن ضد واکسین په ډلې  وسله وال برید وشو.

په کوټه کې د ګوزن ضد د واکسین په ډلې وسله وال برید وشو

د پاکستان  په کوټه ښار کې  د د ګوزن ضد واکسین په ډلې  وسله وال برید وشو.

د سیمې نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د کوټې د ښار د شال کوټ په سیمه کې نامعلومو وسله ولو د  پولیو یا ګوزن ضد واکسین  په ډلې برید وکړ.

په پیښه کې دوه تنه  ښځیه واکسینرانو ژوند د لاسه ورکړ. برید کوونکي  د برید نه وروسته د پیښې د ځای نه  په تیښته بریالی شوي دي.

د شال کوټ د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د برید کونکو د نیولو په خاطر يي پراخه عملیات  پیل کړي دي.

همداشان  د برید نه وروسته په سیمه کې  د واکسین د تطبیق  چارې وځنډول شوې.

دا لومړی ځل ندی چې په پاکستان کې د واکسین په ډلې برید کیږي. ددینه وړاندې هم  په کراتو  د واکسین  د ډلې په کارکوونکو  ورته بریدونه شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي  دا برید په کلکو ټکو غندلی دی او هر څه ژر د نوموړې پیښې د فاعلینو د نیولو امر يي کړی دی.

همداشان  په همدې ورځ  نامعلومو وسله والو کسانو د کوټې د سریاب روډ په سیمه کې پر پولیسو هم  خونړی برید کړی وو.



اړوند خبرونه