د امريكا د پرېكړې له امله خلك د سپكاوي احساس كوي.

د پاكستان د د پليو ځواكونو قوماندان جنرال قمر باجوه څرګنده كړه چې د پاكستان په اړه د امريكا د وروستيو پرېكړو او څرګندونو له امله يې د هېواد خلك د سپكاوي احساس كوي.

باجوه چې د اناتوليا د خبري آژانس پوښتنو ته ځوابونه يول څرګنده كړه چې د امريكا د مركزي ځواكونو د قوماندان جنرال جوزېف وټېل سره يې د ټېلفون پر كرښه د دواړو هېوادونو ترمېنځ د نظامي همكارۍ په اړه خبرې اترې كړي دي.

باجوه زياته كړه چې پاكستان د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې پوره اراده لري.

د امريكا متحدو ايالتونو تېره اونۍ د پاكستان سره د ۹۰۰ ميليونو ډالرو نظامي مرسته ځنډولې وه. باجوه څرګنده كړه چې موږ د پاكستان سره د امريكا د نظامي مرستو د بېرته پيل غوښتونكي نه يو خو د ترهګرۍ سره د پاكستان مبارزه بايد په وياړ سره د نورو لخوا په رسميت وپېژندل شي.

پاكستان د امريكا د مرستو پرته هم به د ترهګرۍ سره خپلې مبارزې ته دوام وركړي. د نوموړي په وينا هيله لري چې د پاكستان – امريكا ترمېنځ روان كړكېچ موقتي وي.

پيوندونه: ترهګري , پاكستان

اړوند خبرونه