په پاكستان كې بمي بريد

د پاكستان د شمالي وزيرستان په سيمه كې ددې هېواد د وسله وال پوځ اړوند د موټرو د كاروان د تېردېدلو پر مهال بمي بريد شوى دى.

په پاكستان كې بمي بريد

 

 

د سيمه ايزو خبري رسنيو د معلوماتو پر اساس په پېښه كې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي دي. دا پېښه د مير علي په سيمه كې د سرك پر غاړه د ځاى پر ځاى شوو چاوېدونكو موادو په واسطه رامنځته شوې ده.

په پېښه كې شپږ تنه وژل شوي دي چې درې تنه يې نوي سرتيري او ۳ تنه نور يې ملكي وګړي وو. همداراز په پېښه كې ۸ تنه نور ټپيان شوي دي چې د بنو روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې مسوليت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دى اخيستى



اړوند خبرونه