د ترکیې پولې ته نږدې  په ایران کې په ایراني سرتیرو  او انجینیرانو  خونړی  برید وشو.

په ایراني انجینیرانو او سرتیرو وسله وال برید وشو

د ترکیې پولې ته نږدې  په ایران کې په ایراني سرتیرو  او انجینیرانو  خونړی  برید وشو.

د ترکیې پولې ته نږدې  په ایران کې په ایراني سرتیرو  او انجینیرانو  خونړی  برید وشو.

ترهګرو  د ترکیې پولې ته نږدې په ایران کې په ایراني سرتیرو او انجینیرانو خونړی برید وکړ . په پیښه کې  ۲ تنه انجینیران  او ۲ تنه سرتیري  سخت ټپیان شول. د ایراني سرتیرو نه یو تن په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړ.

د بله پلوه  ترکي سرتیرو  په ایراني سرتیرو د برید د ترسره کیدو نه سمدلاسه وروسته  سیمې ته  ورسیدل  او ایراني  سرتیري د درمنلې په خاطر د ترکیې  کارس ولایت  دولتي روغتون ته  راانتقال کړل.

د نوموړو ۴ تنو ټپیانو نه یو تن  په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړ. د کارس  والي په وینا  په ایراني سرتیرو د برید نه وروسته  ایراني سرتیرو د مرستې غوښتنه وکړه چې سمدلاسه  ترکي سرتیرو يي مرستې ته ودنګل.

ټپي شوي سرتیري  روغتون ته انتقال کړل. د کارس والي په وینا  برید د پ ک ک ترهګرې ډلې لخوا شوی دی.

د کارس والي خبري رسنیو ته وویل چې پیښه  پرون مازیګر  د ۴ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.

ایراني  انجینیرانو  د اوبو په اړه  کار کولو چې په ناڅاپي ډول سره  پرې  د ترهګرو لخوا برید وشو. ایراني سرتیرو په متقابلو ډزو لاس پورې کړ. په برید کې  دوه تنه ایراني انجینیران  او دوه تنه سرتیري  سخت  ټپیان شوي وو او پاتې ۳ تنه نور  په خفیف ډول ټپیان شوي وو. دا چې  د ایراني ځواکونو قرارګاه  د سیمې نه ډیره لرې وه  سمدلاسه د ترکي سرتیرو نه د مرستې غوښتنه وکړه. ترکي سرتیرو هم  د هغوې مرستې ته ودنګل.



اړوند خبرونه