په پيښور کې حکومتي ودانۍ ډله ایز برید وشو

د پاکستان  د خیبرپښتونخوا  ایالت  په مرکز  پیښور کې د کرنۍ ریاست په تحقیقاتي مرکز  ډله ایز برید وشو

په پيښور کې حکومتي ودانۍ ډله ایز برید وشو

د پاکستان  د خیبرپښتونخوا  ایالت  په مرکز  پیښور کې د د کرنۍ د پوهنتون  ترڅنګ د کرنۍ په تحقیقاتي مرکز  ډله ایز برید وشو. ویل کیږي د برید اصلي هدف  د یاد شوي پوهنتون  لیلیه وه. 

د پاکستان نه د ترلاسه شوي  رپوټ  له مخې   په پیښور کې د کرنۍ   په تحقیقاتي مرکز  برید شوی دی.

په برید کې تر اوسه پورې  د پولیسو په ګډون ۱۶ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

ویل کیږي په سیمه کې  جګړه  دوام لري. پولیس  او پوځي ځواکونه  د برید  سیمې ته رارسیدلي او سیمه  يي  محاصره کړې ده .

د پیښور  پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د ترهګرو  د منځه وړو په خاطر  عملیات پيل شوي دي او مشري  د پیښور د پولیسو مشر سوحل  خان  کوي.

ویل کیږي  ۳ یا څلورو تنو برید کوونکو  د پیښور د  یونورستي روډ  په سیمه کې  د کرنۍ پوهنتون  ترڅنګ د کرنۍ   په تحقیقاتي مرکز   وسله وال برید وکړ.

برید کوونکي  د تحقیقاتي مرکز  د ساتونکي د ټپي کولو نه وروسته  مرکز ته ننوتل او په ډزو يي پیل وکړ. برید کوونکو غوښتل  چې  د کرنۍ پوهنتون  په لیلیه  برید وکړي. پولیسو  د برید د خبر د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته سیمې ته ورسیدل او سیمه يي محاصره کړه.

پولیسو سیمې ته غځیدلي ټولې لارې  د ټرافیک  پر مخ تړلي دي.  

همداشان پولیسو ویلي دي چې  د برید کوونکو نه یو تن چې ځانمرګی برید کوونکی وو  د ویشتل کیدو نه وروسته  ځان  الوزولی دی. دوه تنه نور  اوس هم  د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل دي. 

پولیسو ویلي دي چې  برید کوونکو  د بورقې نه په استفادې سره  پوهنتون ته ننوتي دي. د پولیسو په وینا  برید کوونکي په پوره وسلو سمبال دي چې ګمان کیږي  لاسي بمونه  هم  لري. 



اړوند خبرونه