د پاکستان  د خیبرپښتونخوا  ایالت  په مرکز  پیښور کې د کرنۍ پوهنتون  په لیلې ډله ایز برید وشو.

په پیښور کې د کرنۍ پوهنتون په تحقیقاتي مرکز او لیلې ډله ییز برید وشو

د پاکستان  د خیبرپښتونخوا  ایالت  په مرکز  پیښور کې د کرنۍ پوهنتون  په لیلې ډله ایز برید وشو.

د پاکستان  د خیبرپښتونخوا  ایالت  په مرکز  پیښور کې د کرنۍ پوهنتون  په لیلې ډله ایز برید وشو.

د پيښور  نه د ترلاسه شوي  رپوټ  له مخې   نن  د سهار په ساعتونو کې  ترهګرو  په پیښور کې د کرنۍ پوهنتون اړوند   په تحقیقاتي مرکز او لیلي    ډله ایز برید وکړ.

ویل کیږي  برید  د ۳ تنو برید کوونکو لخوا  چې د برقې نه په استفادې سره پوهنتون ته ننوتي وو   شوی دی.

د پیښور  پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکي  ټول  د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې پدې پيښه کې ۱۱ تنه مړه  او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي  ۳ یا څلورو تنو برید کوونکو  د پیښور د  یونورستي روډ  په سیمه کې  د کرنۍ پوهنتون  اړوند  په تحقیقاتي مرکز  او لیله  وسله وال برید وکړ.

پولیسو  او پوځ  د برید په اړه د خبر د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته سیمې ته راوسیدل او سیمه يي محاصره کړه.

برید کوونکو  د یاد شوي پوهنتون  د کرنۍ د تحقیقاتي مرکز او لیلي  د ساتونکي په ټپي کولو سره  دننه ننوتل او په ډزو يي لاس پورې کړ. برید کوونکو نه یو تن  د ویشتل کیدو نه وروسته  ځان پورې تړلي چاویدونکي توکي وچول .

د پاکستان پوځ  د رسنیو دفتر  ویلي دي چې برید کوونکي ټول  وژل شوي او په سیمه کې پلټنې دوام لري.



اړوند خبرونه