په ایران کې  د تیرې شپې د زلزلې له امله  د مړو شمیره  ۳۲۸ تنو ته  لوړه شوه.

په ایران کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۳۳۰ تنو ته ورسیده

846319
په ایران کې  د تیرې شپې د زلزلې له امله  د مړو شمیره  ۳۲۸ تنو ته  لوړه شوه.

په ایران کې  د تیرې شپې د زلزلې له امله  د مړو شمیره  ۳۲۸ تنو ته  لوړه شوه.

د ایران د ایسنا خبري اژانس  د نوموړي هیواد د روغتیايي چارواکیو له قوله لیکلي دي چې  د تیرې شپې  د زلزلې  په پایله کې  تر اوسه پورې  ۳۲۸ تنو جسدونه  تثبت  او د خښولو  اجازه ورته ورکړ شوې ده . همداشان  د زلزلې له امله  ۵۳۴۶ تنه  ټپیان شوي چې  په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.

د کرمانشاه ولایت  روغتیايي  چارواکیو ویلي دي چې  د زلزلې له امله  تر اوسه پورې په اسلام آباد کې ۲۲ تنو، په کرند کې ۱۴ تنو، په سرپل ذهاب کې ۲۳۶ تنو، په قصر شیرین کې ۲۸ تنو، په ثلاث کې ۱۵ تنو، په جوانرود کې ۳ تنه  او د کرمانشاه په مرکز کې ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

همداشان  ۵۳۴۰ تنه  په روغتونونو کې د درملنې لاندې قرار لري.



اړوند خبرونه