د دريمې نړيوالې جګړې پيل

د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايف وويل په ۲۰۱۶م كال كې د نړۍ په ۱۰۴ هېوادونو كې ترهګري بريدونه شوي دي چې د جغرافيوي ساحې له پلوه دريمه نړيواله جګړه پيل شوې ده.

د دريمې نړيوالې جګړې پيل

 

د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايف وويل په ۲۰۱۶م كال كې د نړۍ په ۱۰۴ هېوادونو كې ترهګري بريدونه شوي دي چې د جغرافيوي ساحې له پلوه دريمه نړيواله جګړه پيل شوې ده.

نظربايف چې په پلازمېنه آستانه كې د آستانې د كلب په دريمه غونډه كې خبرې كولې وويل چې نړيواله ترهګري خپل تر ټولو خطرناك پړاو ته رسېدلې ده.

د نوموړي په وينا ترهګري سرحد نه پېژني. د ټولې نړۍ هر ګوډ د ترهګرو د بريد تر ګواښ لاندى دى. د ترهګرۍ د قربانيانو شمېره په روانه پېړۍ كې لس برابره زياته شوې ده.

نظربايف وويل چې د ترهګرۍ خطر د پراختيا په حال كې له هېوادونو نه پرمختللو هېوادونو ته هم غځېدلى دى. جعلي اسلامي خوځښتونه په يو زيات شمېر هېوادونو كې د پراختيا په حال دي.

دا لومړى ځل دى چې د ترهګرۍ له خطره د دريمې نړيوالې جګړې په توګه يادونه كيږي.



اړوند خبرونه