د پاکستان د کوټې په ښار کې  په پولیسو ځانمرګی برید وشو.

په کوټه کې ځانمرګی برید وشو

د پاکستان د کوټې په ښار کې  په پولیسو ځانمرګی برید وشو.

د پاکستان د کوټې په ښار کې  په پولیسو  ځانمرګی برید وشو.

د پاکستان د کوټې په ښار کې د چمن د کور جوړونې د پلان  د ادارې  ترڅنګ د  پولیسو په مشر ځانمرګی برید وشو.

په برید کې  د پولیسو مشر حامد شکیل په ګډون ۳ تنه مړه  او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پیښې نه وروسته  پولیسو او روغتیايي ډلې سیمې ته راورسیدې.

روغتیايي ډلو  د پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او درملنې لاندې نیولي دي.

د کوټې نه د رارسیدلي رپوټ له مخې  چاودنه  د ځانمرګي برید په ترڅ کې رامنځته شوه. پولیسو ویلي دي چې د برید اصلي هدف  د پولیسو مشر حامد شکیل خان وو.

د پولیسو مشر  سهار د خپل کور نه  د وظیفې  پر لورې روان وو چې د چمن کور جوړونې  د پلان  د ادارې ترڅنګ پرې  ځانمرګی برید وشو.

ویل کیږي برید کوونکي  د هغه د موټر د تیریدو پر مهال ځان  چولی دی. په برید کې  د پولیسو مشر  په ګډون ۳ تنه  مړه  او ۷ تنه نور  ټپیان شوي دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې کوم شخص یا ډلې په غاړه ندی اخیستی.  



اړوند خبرونه