په پیښور کې په پولیسو خونړی برید وشو

د پيښور د چارسدې په سیمه کې په پولیسو خونړی برید وشو

په پیښور کې په پولیسو خونړی برید وشو

د پاکستان  د خیبرپښتونخوا ایالت  په مرکز پیښور د چارسدې  په سیمه کې  په پولیسو خونړی برید وشو.

د پیښور نه د  ترلاسه شوي رپوټ له مخې  نامعلومو وسله والو کسانو د چارسدې په سیمه کې  د پولیسو په موټر ډزې وکړې.

په برید کې  د پولیسو یو مشر  مړ  او ۲ تنه پولیس  ټپیان شول.

برید  د موټرسایکل سپرو لخوا شوی دی .

د برید نه وروسته  ګڼ شمیر امبولانسونه  او پولیس سیمې ته راورسیدل.

د پیښې ټپیان  روغتون ته انتقال او درملنې لاندې نیول شوي دي.

پولیسو  د برید کوونکي یا برید کوونکو  د نیولو په خاطر  پراخه  پلټنې پیل کړي دي. پولیسو  د سیمې ټولې  دخولي او خروجي  دروازې تر کنټرول لاندې نیولي دي.

 

 



اړوند خبرونه