نواز شریف یو ځل بیا د مسلم لیګ (ن) ګوند د مشر په توګه وټاکل شو

د پاکستان  پخوانی لومړی وزیر نواز شریف  یو ځل بیا د مسلم لیګ ( ن )  د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.

نواز شریف یو ځل بیا د مسلم لیګ (ن) ګوند د مشر په توګه وټاکل شو

د پاکستان  پخوانی لومړی وزیر نواز شریف  یو ځل بیا د مسلم لیګ ( ن )  د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.

د پاکستان  مسلم لیګ (ن) ګوند د نوي مشر د ټاکلو په خاطر ټاکنې وکړې. په ټاکنو کې  پخوانی لومړی وزیر نواز شریف  یو ځل بیا ددې ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.

نواز شریف  تیره ورځ د ګوند د مشرۍ لپاره د نوماندۍ  اسناد  د یاد شوي ګوند  عمومي سکرتر طارق فضل چوهدري ته  وسپارل.

د ویلو ده چې  تیره ورځ  د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګوند لومړی  په خپل اساسنامه ځینې تغیرات  رامنځته کړل او وروسته يي  ټاکنې وکړې. په ټاکنو کې د ګوند د مشرۍ لپاره  د نواز شریف نه پرته بل نوماند  شتون نه درلود.

د ګوند  په اساسنامه کې  د تغیراتو سره  د لومړۍ وزیرۍ د دندې لپاره  د نواز شریف پر وړاندې پراته  خنډونه لرې  او بیا  د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.

د ویلو ده چې د پاکستان  سترې محکمې  یو څه موده مخکې  نواز شریف  له دندې ګوښه  کړ.



اړوند خبرونه