پاكستان افغانستان ملامت كړ

د پاكستان د ملي امنيت شورا پرون د يوې غونډې په ترڅ كې د افغانستان لپاره د  امريكا د نوې تګلارې د اعلان پر مهال ددې هېواد د ولسشمر ډانلډ ټرمپ تورونه رد كړل.

پاكستان افغانستان ملامت كړ

 

 

ددې شورا لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې برعكس د افغانستان ختيځ د ترهګرو لپاره باثباته جنت دى چې له هېواده د پاكستان پر وړاندې ترهګرې ډلې فعاليت كوي. په افغانستان كې روان كړكېچ ددې سبب شوى دى چې پاكستان ته د كډوالو د راتګ سربېره د نشه ايي توكو قاچاق هم زيات شوى چې دا نه يواځې د پاكستان بلكې د سيمې ثبات ته هم خطر رامنځته كوي.

په اعلاميه كې راغلي دي چې پاكستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه د نړيوالې ټولنې سره اوږه په اوږه مبارزه كړې ده او پدې برخه كې يې بې شانه قرباني هم وركړې ده. د اعلاميې له مخې په سيمه كې د روان كړكېچ په پايله كې د پاكستان اقتصاد ته تر ۱۲۰ ميلياردو ډالرو پورې تاوان رسېدلى دى.

د اعلاميې له مخې د افغانستان جګړه په پاكستان كې نشي ترسره كېدلى. د همدې امله له متحدو ايالتونو غوښتنه شوې ده چې په افغانستان كې دننه د هغو ډلو پر وړاندې اقدامات وكړي چې د پاكستان پر وړاندې جګړه كوي.

په اعلاميه كې د افغان دولت په مشرۍ د سولې په خبرو اترو يو ځل بيا تاكيد شوى دى  او زياته شوې ده چې پدې هېواد او سيمه كې د جګړې د پاى ته رسولو يواځينۍ لار د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې اترې دي.

په اعلاميه كې همداراز د هندوستان د رول په اړه هم بحث شوى دى او زياته شوې ده چې داسې هېواد چې د خپلو ټولو ګاونډيانو سره ستونزې لري نشي كولاى چې د سيمې د ثبات په برخه كې مرسته وكړي. د سيمې د ثبات په برخه كې د هندوستان د احتمالي رول په اړه پاكستان اندېښمن دى.



اړوند خبرونه