د امريكا د نوې تګلارې په اړه د پاكستان لومړنى غبرګون

د پاكستان د بهرنيو چارو د وزارت لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې د امريكا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا پر دې هېواد باندې لګېدلې تورونه رد كړي دي.

د امريكا د نوې تګلارې په اړه د پاكستان لومړنى غبرګون

 

 

په اعلاميه كې راغلي دي چې تر اوسه پورې د نړۍ هېڅ يو هېواد د پاكستان هومره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه نه ده كړې. همداراز د نړۍ د هېڅ يو هېواد خلك هم د پاكستانيانو هومره د ترهګرۍ قرباني شوي نه دي.

پدې اعلاميه كې راغلي دي چې پاكستاني ولس د داسې ترهګرۍ قربانيان دي چې د هېواد له پولو بهر طرحه كيږي.

پاكستاني چارواكو د ټرمپ د څرګندونو نه نهيلي ښودلې ده او زياته كړې يې ده چې پر پاكستان باندې د `ترهګرۍ د جنت` په څېر د تورونو د لګولو پر ځاى بايد د ترهګرۍ سره ګډه مبارزه وشي.

پاكستان د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې ټينګار كړى دى او زياته كړې يې ده چې په سيمه كې سوله او ثبات د جيوپوليټيكي حقايقو پرته نه راځي. د كشمير د مسئلې نه آوارى ددې ستونزې يوه برخه ده.

د بله پلوه په اعلاميه كې ټينګار شوى دى چې په افغانستان كې د جګړې له لارې سوله نشي راتللى. يواځې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې اترې كولاى شي چې په افغانستان كې ثبات ټينګ شي.



اړوند خبرونه