ايران د غچ اخيستلو په موخه سوګند ياد كړ

تېره ورځ د داعش لخوا د يو تن ايراني سرتيري نه د سر د غوڅولو نه وروسته، په ايران كې د يو زيات شمېر خلكو غبرګون راپارولى دى.

ايران د غچ اخيستلو په موخه سوګند ياد كړ

 

داعشي ترهګرو د سوريې – عراق پر پوله باندې د نيول شوي ايراني سرتيري نه سر غوڅ كړى وو او اړوند انځورونه يې د انټرنېټ له لارې خپاره كړي ول.

دا سرتېرى چې محسن حججي نومېده، د ايران د انقلاب د ساتونكو ځواكونو د بهرنيو عملياتو د لوا غړى وو چې په سوريه كې د بشار اسد د رژيم د مخالفينو پر وړاندې جګړه كوي.

په بهر كې د انقلاب د ساتونكو ځواكونو د عملياتو مشر جنرال قاسم سليماني څرګنده كړه چې `` د خپل شهيد د غوڅ شوي سر باندې سوګند يادوم چې د ټولو د وژلو پرته به آرام ونكړو.``

د سوريې د تنف په سيمه كې د تېرې دوشنبې په ورځ د داعش او د ايران پر ملاتړ د شيعه ملېشو ترمېنځ په نښته كې ۳۶ ملېشې وژل شوې وې او محسن حججي د داعش لخوا ژوندى نيول شوى وو.


پيوندونه: ايران

اړوند خبرونه