يو ايراني سرتېري خپل ۴ ملګري ووژل
د ايران په پلازمېنه تهران كې د هوايي ځواكونو اړوند يوې نظامي هډه كې يو تن ايراني سرتيري خپل څلور تنه ملګري په ډزو وژلي او ۸ تنه نور يې ټپيان كړي دي.
785470
د ايران په پلازمېنه تهران كې د هوايي ځواكونو اړوند يوې نظامي هډه كې يو تن ايراني سرتيري خپل څلور تنه ملګري په ډزو وژلي او ۸ تنه نور يې ټپيان كړي دي.
د ايراني رسنيو د معلوماتو پر اساس دا پېښه د كهرېزك په نظامي هډه كې د وسلو د تعليم پر مهال رامنڅته شوې ده. ويل كيږي چې د وژل شوو كسانو ترمېنځ يو تن يې جګړن وو.
د اوردو رسمي مقامات وايي چې كېداى شي بريد كوونكي د روحي فشار لاندې دا كار كړى وي او يا يې هم وسله له كنتروله وتلې وي.
دا په داسې حال كې ده چې د مهر خبري آژانس د سيمه ايزو چارواكو د معلوماتو پر اساس ليكلي دي چې بريدګر سرتېرى د ايران د سيستان – بلوچستان اوسېدونكى بلوچ توكمه وو.
دا په داسې حال كې ده چې تېره مياشت هم ددې هېواد د قزوين په ښار كې په يوې نظامي هډه كې په ورته پېښه كې يو سرتيري خپل ۳ ملګري وژلي او ۵ نور ټپيان كړي ول.