پیښور کې ځانمرګی برید وشو

د پاکستان  د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې  ځانمرګی برید  وشو.

پیښور کې ځانمرګی برید وشو

د پاکستان  د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې  ځانمرګی برید  وشو.

د پیښور نه  د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن سهار  د پیښور ښار د حیات آباد په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په موټر ځانمرګی برید وشو.

 پدې پيښه کې  دوه تنه  پاکستاني سرتیري مړه او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پیښور  پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  چاودنه  دومره  زوروره  وه چې غږ يي په لرې پرتو سیمو کې هم اوریدل شوی دی.

د پیښې نه سمدلاسه وروسته  د ژغورنې او روغتیایي ډلې سیمې ته ورسیدې او د پيښې ټپیان يي  د کمپلکس  روغتون ته انتقال کړل.

پولیسو ویلي دي چې  تر اوسه پورې دا معلومه نده چې برید د چا لخوا شوی دی  خو د پیښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.



اړوند خبرونه