د هند له لورې د پاکستاني سرتیرو په موټر برید وشو

د هند او پاکستان په پوله کې د هندي ځواکونو د ډزو له امله د پاکستاني سرتیرو د ګزمې موټر  سیند ته ګوزار شو.

د هند له لورې د پاکستاني سرتیرو په موټر برید وشو

د هند او پاکستان په پوله کې د هندي ځواکونو د ډزو له امله د پاکستاني سرتیرو د ګزمې موټر  سیند ته ګوزار شو.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د مرکز لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د هندي ځواکونو  د ډزو له امله  د پاکستاني سرتیرو د ګزمې موټر  د نیلم  سیند ته غورځیدلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  پدې پيښه کې  ۴ تنو پاکستاني  سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي  د نوموړو سرتیرو سرتیرو د مړو د راویستو په خاطر  عملیات پیل شوي دي. تر اوسه پورې  یواځې د یو تن سرتیري  مړی  موندل شوی دی او د پاتو ۳ تنو سرتیرو د مړو د موندولو په خاطر  هلې ځلې دوام لري.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پیښې نه وروسته پاکستاني ځواکونو د هند پر لورې ځوابي بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  هندي ځواکونو  تیر کال  د مساپرو په یو بس  موټر ورته برید کړی وو چې او موټر سیند ته غورځیدلی وو.

پدې پیښه کې ۱۰ تنه مساپر مړه او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي وو.


پيوندونه: برید , پاکستان , هند

اړوند خبرونه