د ايران لخوا د انتقام د اخيستلو سوګند

نن سهار د ايران په پلازمېنه تهران كې د يو لړ چاودنو او ځانمرګي بريد وروسته چې په كې يو شمېر كسانو ته مرګژوبله واوښتله، ايراني چارواكو د انتقام لپاره سوګند ياد كړ.

747932
د ايران لخوا د انتقام د اخيستلو سوګند

 

نن سهار د ايران په پلازمېنه تهران كې د يو لړ چاودنو او ځانمرګي بريد وروسته چې په كې يو شمېر كسانو ته مرګژوبله واوښتله، ايراني چارواكو د انتقام لپاره سوګند ياد كړ.

ددې هېواد د انقلاب د ساتونكو ځواكونو لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د تهران د بريدونو انتقام به د ترهګرو او د هغوى د ملاتړو نه واخلي.

نن سهار په پلازمېنه تهران كې ددې هېواد د پخواني ديني مشر آيت الله روح الله خميني پر مزار باندې ځانمرګى بريد ترسره شو. سربېره پر دې د ايران د پارلمان ودانۍ ته هم بريد كوونكي ننوتلي ول چې د څلور ساعته مقاومت نه وروسته پاى ته روسېد.

په بريدونو كې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي.

د يادولو وړ ده چې د داعش د تاسيس نه راپدې خوا دا لومړى ځل دى چې پر ايران دومره پراخ  بريدونه ترسره كوي.



اړوند خبرونه