ایران د مځکې لاندې دریمه د بالستیک توغندیو جوړولو فابریکه جوړه کړه.
د ایران دا اقدام به د امریکا او اسراییلو سخت غبرګون وپاروي
ایران د مځکې لاندې دریمه د بالستیک توغندیو جوړولو فابریکه جوړه کړه.
د ایران د انقلاب ساتوونکو ځواکونو قومندان حاجي زاده د مځکې لاندې د بالستیک توغندیو جوړولو د دریمې فابریکې د جوړولو نه خبر ورکړ.
حاجي زاده وویل چې هیواد يي په دومداره توګه د امریکا، روسیې او اسراییلو سره د مبارزې په حال کې دی چې د همدې امله د توغندیو د سیستم پراختیا ته دوام ورکوي.
حاجي زاده ددې پوښتنې په ځواب کې چې نړۍ ایران ته د ګواښ په سترګه ګوري وویل، دا نورماله خبره ده. ځکه چې د ایران دښمنان قوي او ځواکمن ایران زغملی نشي. هغوې تل ضعیفه ایران لیدل غواړي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا نوي ولسمشر دونالد ټرامپ ایران ته څو ځله د بالستیک توغندیو په برخه کې خبرداری ورکړی دی. ټرامپ ویلي دي چې په ایران به نوي اقتصادي بندیزونه ولګوي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته په لومړنۍ خبري ناسته کې ویلي وو چې هیواد به يي د توغندیو جوړولو او ودې ته دوام ورکړي. هغه ویلي وو چې د توغندیو د جوړولو په برخه کې د چا نه د اجازې اخیستو ته اړتیا نلري.