ایران د دونالد ټرامپ نیوکو په اړه سخت غبرګون وښود.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د نوموړي هیواد په اړه د ټرامپ د تیرې ورځې څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود
ایران د دونالد ټرامپ نیوکو په اړه سخت غبرګون وښود.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ټرامپ نیوکو ته د ټولنیزې مډیا له لارې ځواب ووایه.
د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ تیره ورځ د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې جوړه شوې د امریکا – عرب او اسلامي هیوادونو سرمشریزې ته وینا وکړه. ټرامپ دلته په ایران ډیرې سختې نیوکې وکړې. ټرامپ وویل چې بشار اسد په سوریه کې د ایران په ملاتړ داسې ویرونکې جرمونه ترسره کړي دي چې تعریف يي ناممکنه دی. ټرامپ وویل چې ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ مشرۍ کوي. سیمې ته شدت ، تاوتریخوالی او وراني خپروي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیا د ټرامپ ددې څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود.
جواد ظریف د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي « پداسې حال کې چې ایران یو ځل بیا مشروع او ازادې ټولټاکنې سرته ورسولې ، د ډیموکراسۍ او منځلارۍ د زانګو امریکا د ولسمشر لخوا پرې بریدونه کیږي.»
جواد ظریف ویلي دي چې په ایران د امریکا د ولسمشر ددې بریدونو اصلي لامل د هغه بهرني سیاست دی او که د سعودي عربستان نه ترلاسه کړي ۴۸۰ میلیارده ډالرو قیماق ؟
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ په ریاض کې په جوړه شوې سرمشریزه کې د ټرامپ سربیره د سعودي عربستان پاچا هم ایران په منځني ختیځ لکه سوریه، لبنان، عراق او یمن کې د مذهب پاله سیاستونو او نوموړو هیوادونو ته د ملیشه ځواکونو په استولو سره د سیمې د سولې او ثبات په لمنځه وړو تورن کړ. هغه ایران په سیمه کې د بې ثباتې اصلي سرچینه وبلله.