د پاکستان د مستونګ په سیمه کې چاودنه وشوه

په بلوجستان کې یو ځل بیا چاودنه وشوه

د پاکستان د مستونګ په سیمه کې چاودنه وشوه

د پاکستان  د بلوچستان ایالت د مستونګ  د اسپلنجی په سیمه کې چاودنه وشوه.

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه په امینتي ځواکونو شوې ده .

د پاکستان د خبري رسنیو د د خبر له مخې چاودنه په امنیتي ځواکونو  شوې ده چې له امله يي لږ تر لږه  ۴ تنه ټپیان شوي دي.

د مستونګ د سیمې د امنیتي سرچینو د خبر له مخې  د اسپلنجي په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په موټر د سړک د غاړې بم وچاودید. 

د یادولو وړ ده   چې  تیره اوونۍ  هم  په مستونګ سیمه کې د پآکستان د مشرانو جرګې د مرستیال د موټرو په کتار برید شوی وو چې  په لسګونو تنو ته يي مرګ ژوبله اړولې ده.

د برید مسئولیت  تراوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

چاودنه پداسې  حال کې کیږي  چې د پاکستان  پوځ  په بلوچستان ایالت کې تر ټولو  د قوي  عسکري عملیاتو د پیلولو په تیاری وښود. 



اړوند خبرونه