ایران  پاکستان وګواښه.

ایران ویلي که چیرې پاکستان په خپله خاوره کې ترهګر قابو نکړي ددوې ځواکونه به په پاکستان کې د ترهګرو په پټنځایونو بریدونه وکړي

ایران  پاکستان وګواښه.

ایران  پاکستان وګواښه.

ایران  ویلي دي که چیرې پاکستان په خپله خاوره کې  د ترهګرو ځالې  له منځه یو نسي  دوی په ددې هیواد په دننه کې د ترهګرو په ځالو بریدونه وکړي.

د ایران د پوځ  جنرال  محمد باقري  پر پاکستان  تور لګولی دی چې  د جیش العدل په نامه  ډلې سره  ارتباطات لري. دا ډله  وخت نا وخته  د پاکستان له لارې  ایران ته  راداخلیږي  او په ایراني  سرتیرو خونړي بریدونه کوي.

هغه ویلي دي چې  د جیش العدل  د ډلې مرکزونه او پټنځایونه د پاکستان په خاوره کې دي  او د پاکستان د خاورې نه هم  وخت نا وخته  د نښته ویشتوونکي وسلو سره  پر ایراني پوله ساتو  خونړي بریدونه کوي.

هغې پاکستان ته  ګواښ کړی که چیرې  په خپل هیواد کې د ترهګرو د پټنځایونو او ځالو د لمنځه وړو په خاطر لازم ګامونه اوچت نکړي ایراني ځواکونه به د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو په پټنځایونو بریدونو ته اړ شي. هغه وویل  ایراني ځواکونه به په پاکستان کې د ترهګرو په پټنځایونو د بریدونو سره  پاکستان ته هم  دا په ګوته کړي چې پدې ځای کې د ترهګرو ځالو شتون درلود.

د یادولو وړ ده چې ایران په ۲۰۱۴ کال کې هم  پاکستان په ورته ډول ګواښلی وو. ایران  په هغه وخت کې ویلي وو چې جیش العدل ډلې ورته پنځه تنه پوله ساتي یرغمل کړي دي.

ایران په هغه وخت کې هم  پاکستان ته ګواښ کړی وو که چیرې پوله ساتي خوشې نشي  د پاکستان په خاوره کې به د ترهګرو په پټنځایونو عسکري عملیات ترسره کړي.


پيوندونه: ګواښ , پاکستان , ایران

اړوند خبرونه