محمود احمدي نژاد : د سوریې جګړه د بهر نه په سیمې تحمیل شوې ده

د ایران  پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد  وویل چې  د سوریې جګړې  د بهر نه په مونږ تحمیل شوې ده .

محمود احمدي نژاد : د سوریې جګړه د بهر نه په سیمې تحمیل شوې ده

د ایران  پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد  وویل چې  د سوریې جګړې  د بهر نه په مونږ تحمیل شوې ده .

هغې وویل چې  په سر کې ایران  او بیا د سیمې ټول هیوادونه باید  د سوریې په اړه په خپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي. د ترکېې او سعودي عربستان په ګډون  د سیمې ټول هیوادونه باید د سوریې په اړه په خپلو سیاستونو کې  تغیرات  رامنځته کړي.

محمود احمد نژاد  دا څرګندونې د الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل چې  د سوریې جګړې  د سیمې هیوادونه ډیر ضعیفه کړي دي. ټولو ته يي ډیر زیات  مالي زیانونه اړولي دي. د همدې امله  په سر کې ایران ، ترکیې، سعودي عربستان، قطر، کویټ، متحده عربي امارات، بحرین  او ټول  باید  د سوریې په اړه په خپلو سیاستونونو  بیا کتنه وکړي.

د سوریې  رژیم هم باید  په خپلو بهرنیو سیاستونو بیا کتنه وکړي. دا جګړه  د بهر نه په مونږ  د سیمې په هیوادونو تپل شوې او تحمیل شوې جګړه ده. دې جګړې  ټولو هیوادونو ته  ډیر سخت مالي زیانونه  اړولي دي. ولې مونږ  په د بهر نه مونږ  د تحمیل شوې  جګړې  په خاطر  خپلې ټولې سرچینې وچو؟ خپله شتمني  په مصرف رسو.

د سیمې هیوادونه باید  سره راټول شي او پدې فکر وکړي چې دا جګړه  ولې او د څه لپاره روانه ده؟ ولې د یو بل په مقابل کې جنګیږو؟ پدې باید هر سړی  ډیر ښه فکر وکړي. دا جګړه یواځې زمونږ د ضعیفولو په خاطر  په مونږ تحمیل شوې ده .

ددې جګړې د پایته رسولو په خاطر  په جدي توګه  مذاکراتو او خبرو ته اړتیا لرو.

د سولې  او سازګارۍ په خاطر  باید  د ګډو ارزښتونو  او نقطو نه ګټه پورته کړو.

د یادولو وړ ده چې د ایران پخواني ولسمشر محمود احمد نژاد ولسمشرۍ په ټاکنو کې ځان کاند کړی دی.



اړوند خبرونه