د پاکستان  پوځ  د پاکستاني طالبانو  د جماعت الاحرار د ډلې  مشر  د نیولو نه خبر ورکړ.

د پاکستاني طالبانو یو مهم مشر تسلیم شو

د پاکستان  پوځ  د پاکستاني طالبانو  د جماعت الاحرار د ډلې  مشر  د نیولو نه خبر ورکړ.

د پاکستان  پوځ  د پاکستاني طالبانو  د جماعت الاحرار د ډلې  مشر  د نیولو نه خبر ورکړ.

د پاکستان  د پوځ د عامه اړیکو د ادارې  ریس  میجر جنرال  اصف غفور  خبري غونډې ته وویل چې  د تحریک طالبان پاکستان  پخوانی  ویاند  او د جماعت الاحرار  د ډلې مشر  احسان الله احسان  پخپله ځان  پوځ ته  تسلیم کړی دی. هغه ویلي دي چې  د طالبانو پر خلاف  د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې د روانې مبارزې په برخه کې  دا د پوځ  تر ټولو  مهمه لاسته راوړنه  او بریالیتوب  دی.

هغه زیاته کړه چې په هیواد کې  د امنیت په برخه کې ډیر مهم  پرمختګونه  شوي دي.

هغه وویل چې  دا  د پاکستان او زمونږ د ټولو لپاره  د خوښۍ  ځای  دی چې  دښمن  تسلمیدو نقطې ته رارسیدلی دی.

جنرال غفور وویل چې احسان الله احسان  ددوې سره  زنداني  دی  او په راتلوونکې کې به د هغه په اړه  لا زیات معلومات د خبري رسنیو ته  شریک کړي.

د پاکستاني  طالبانو  د ګوند  تحریک طالبانو پاکستان  پخوانی  ویاند  احسان الله احسان  په ۲۰۱۴ کال کې د دې تحریک نه جلا شو  او د جماعت الاحرار په نامه  ډلې سره یو ځای شو. هغه ویلي وو چې  د ۷۰ تر ۸۰ سلنه پورې  د تحریک طالبان پاکستان  قومندانان او جنګیالي  ددوې سره  یو ځای شوي دي.

د ویلو ده چې  پدې وروستیو کې په پاکستان کې ډیری  خونړي  بریدونه  د جماعت الاحرار د ډلې لخوا ترسره کیدل. د پاکستان پوځ  د احسان الله احسان  تسلیمیدل  د ځان لپاره  ستره لاسته راوړنه بللې ده.



اړوند خبرونه