په ایران کې  تر ۱۶۰۰ تنو ډیرو کسانو  د ولسمشرۍ نوماندي لپاره وړاندیز کړی

په ایران کې د مې د میاشتې په ۱۹ مه نیټه د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي.

په ایران کې  تر ۱۶۰۰ تنو ډیرو کسانو  د ولسمشرۍ نوماندي لپاره وړاندیز کړی

 په ایران کې  تر ۱۶۰۰ تنو ډیرو کسانو  د ولسمشرۍ لپاره نوماندي اعلان کړه.

په ایران کې د مې د میاشتې په ۱۹ مه نیټه د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي. همداشان  د ایران د ولسمشرۍ د ټاکنو په خاطر  ۱۶۳۶ تنو د ولسمشرۍ لپاره نوماندي  اعلان کړه.

د ایران د ټاکنو د خپلواک کمیسیون  ریس علي اصغر احمدي  د ولسمشرۍ د  نوماندۍ  په خاطر  د ټاکل شوې  مودې  د سرته رسیدو نه وروسته وویل ، جمعآ  ۱۶۳۶ تنو  د ولسمشرۍ د نوماندۍ په  خاطر  وړاندیز  کړی  چې ددې د جمع نه ۱۳۷ تنه ښځې دي.

هغه وویل چې  د نوموړو ۱۶۳۶ تنو  کې  ټر ټولو ځوان  نوماند  ۱۸ کلن  او تر ټولو  د پوخ عمر لرونکی  ۹۲  کلن  دی. د نوموړو نوماندانو  ۲۳۶ تنه يي  د ۳۰ کلونو نه د ټیټ عمر خاوندان  دي. ۴۳۰ تنه يي  د پوهنتون  نه د فراغت  سندونه  او ډیپلومونه  په لاس کې لري .

هغه زیاته کړه چې  د ولسمشرۍ په تیرو ټاکنو کې  ۶۸۶ تنو  د ولسمشرۍ د نوماندۍ په خاطر  وړاندیز کړی وو چې دا ځل  ۱۶۳۶ تنو وړاندیز کړی دی .

د هغه په وینا  د ایران د ولسمشر حسن روحاني  لومړي مرستیال اسحاق جهانګیر  او د تهران ښاروال محمد باقر قالیباف  او بخواني ولسمشر محمد احمدي نژاد هم د ولسمشرۍ لپاره ځانونه نوماند کړي دي.

هغه وویل چې د نوماندانو وړاندیزونه به  د ۵ ورځو په دننه کې  د ایران د اساسي قانون د محافظانو د شورا لخوا  وارزول شي  او وروسته به يي پایلې اعلان شي. همداشان  د نوماندانو د نهايي  لست  د خپریدو نه وروسته  به نوماندانو ته  ۲۰ ورځې  د تبلیغاتي کمپاینونو په خاطر  وخت ورکړل شي. تبلیغاتي کمپاینونه به د اپریل په ۲۸ نیټه  پیل شي.  



اړوند خبرونه