پاکستان پوځ : ترهګرو د افغانستان د خاورې نه زمونږ په سرتیرو برید کړی

پاکستان  پوځ ویلي دي چې  د افغانستان د خاورې نه ددوې په د سرحدي ځواکونو په یوې پوستې  برید شوی دی.

پاکستان پوځ : ترهګرو د افغانستان د خاورې نه زمونږ په سرتیرو برید کړی

پاکستان  پوځ ویلي دي چې  د افغانستان د خاورې نه ددوې په د سرحدي ځواکونو په یوې پوستې  برید شوی دی.

د پاکستان د پوځ پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  ترهګرو د افغانستان د خاورې نه  ددوې د سرحدي ځواکونو په یوې پوستې  برید کړی دی. په پیښه کې  دوه تنه سرتیري ټپیان شوي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې  ددوې ځواکونو  په ترهګرو ځوابي بریدونه کړي او ټول يي له منځه وړي دي.

د یادولو وړ ده چې  ترهګرو د تیرې یوې اوونۍ راهیسې په پاکستان کې  یو ځل بیا بریدونو ته  زور ورته کړی دی .

پرون د ماښام په ساعتونو کې  د داعش ترهګرې ډلې  د پاکستان د سند ایالت د سیهوان شریف په سیمه کې  د لعل شهباز قلندر په زیارت  ځانمرګی برید وکړ چې له امله يي  ۸۰ تنه مړه  او تر ۲۰۰ ډیر کسان  ټپیان شول.

همداشان  دوه ورځې مخکې  د پاکستان د خیبرپښتونخوا  ایالت  په مرکز  پیښور کې  په دوو جلا جلا بریدونو کې ګڼ شمیر کسانو ته  مرګ ژوبله واوښته.

یو څه موده مخکې  په لاهور ښار کې  چاودنې  ګڼ شمیر کسان ووژل.



اړوند خبرونه