په پاکستان کې په زیارت د برید مسئولیت داعش په غاړه واخیست

په پاکستان کې  د لعل شهباز قلندر په زیارت  د خونړي  برید مسولیت  د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.

په پاکستان کې په زیارت د برید مسئولیت داعش په غاړه واخیست

په پاکستان کې  د لعل شهباز قلندر په زیارت  د خونړي  برید مسولیت  د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.

د داعش ترهګرې ډلې  د انټرنټ له لارې په خپور کړي پیغام کې  په پاکستان کې په زیارت د ترسره شوي برید مسولیت  په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان خبري رسنیو ویلي دي چې  داعش ترهګرې ډلې د اعماق خبري پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې برید ددوې لخوا شوی دی .

د بله پلوه  د پاکستان د سند ایالت د پولیسو یو تن جګپوړي چارواکي شبیر ستهار د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې  د ټپیانو نه  د ډیرو حالت ښه  ندی چې  او د مړو شمیره  د لوړیدو په حال کې ده .



اړوند خبرونه