پاکستان یو ځل بیا په وینو ککړه شوه.

د پاکستان د سند د ایالت د سیون په ښار کې د صوفیانو په یو زیات کې د خونړي ځانمرګي برید په پایله کې د لومړنیو شمېرو له مخې ۷۲ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ تنو زیات ټپیان شوي دي.

د پاکستاني چارواکو د معلوماتو پر اساس دا برید د سیون د لال شهباز قلندر په زیارت کې د ګڼې ګوڼې پر مهال د ځانمرګي بریدګر لخوا ترسره شوی دی. په برید کې د وژل شوو کسانو ترمېنځ ۳۴ تنه یې نارینه او ۲۰ تنه یې ماشومان دي.

پنجشنبه په زیارت کې د ذکر لپاره سپېڅلې ورځ ده. د همدې امله ګڼه ګوڼه زیاته وي.

د بله پلوه له پېښې سمدستي وروسته پاکستاني چارواکو د افغانستان سره خپلې پولې تړلي دي.

د پېښې په اړه نور جزییات به وروسته خپاره شي.

پيوندونه: برید , پاکستان

اړوند خبرونه