په پاکستان کې د پوځ په کمپ ډله ایز برید وشو
د پاکستان د خیبرپښتونخوا د پیښور ښار د مهمند ایجنسۍ په سیمه کې د پوځ په کمپ ډله ایز برید وشو
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د پیښور ښار د مهمند ایجنسۍ په سیمه کې د پوځ په یو کمپ ډله ایز برید وشو.
د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې د سهار په ۶ بجو او ۲۰ دقیقو ترهګرو د مهمند ایجنسۍ د غلني په سیمه کې د پوځ په کمپ ډله ایز برید وکړ .
هغه ویلي دي چې امنیتي ځواکونو برید کوونکو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او ۴ واړه برید کوونکي ووژل .
هغه ویلي دي چې پدې برید کې ۲ تنه سرتیري په شهادت رسیدلي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید کوونکو په کمپ د برید سره سم په ډزو پیل وکړ او د جومات په لورې روان شول. برید کوونکو غوښتل چې جومات ته ننوځي چې د دوو تنو امنیتي سرتیرو لخوا يي مخه ونیول شوه. دواړه امنیتي سرتیري د برید کوونکو لخوا ووژل شول.
پدې برید کې ۱۴ تنه پاکستاني سرتیري ټپيان شوي دي.
د بله پلوه پاکستاني ځواکونو په مهمند ایجنسۍ ګرځبند اعلان کړی دی او چورلکو د ترهګرو په پلټون پيل کړی دی .
د برید مسولیت تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی دی.