د پاکستان د سند په ایالت کې په ځانګړو ځواکونو غبرګ بمي بریدونه وشول
په پاکستان کې په ځانګړو ځواکونو بمي بریدونه وشول
540857
د پاکستان د سند ایالت په لاړکانه ښار کې د ځانګړو ځواکونو په پوستې غبرګ بمي بریدونه وشول.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پیښه د سند ایالت د لاړکانه ښار د میروخان په څلور لارې کې رامنځته شوې ده .
په پیښه کې یو تن پاکستاني سرتیری مړ او د پنځو تنو سرتیرو په ګډون ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پیښې ټپیان سمدلاسه روغتونونو ته انتقال او د درمنلې لاندې نیول شوي دي.
د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې لومړنیو څیړونو کې معلومه شوې ده چې یو بم د ځانګړو ځواکونو د پوستې ترڅنګ په یو بایسکل کې ځای په ځای شوی وو.
د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دی. همداشان پولیسو په سیمه کې د روانو څيړونو په ترڅ کې دوه تنه د چاودنو په تړاو نیولي دي.