اردوغان : کولتور، صنعت او هنر  تر ټولو مهمې او حتا د بقاء مسلې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  کولتور، صنعت او هنر  تر ټولو مهمې او حتا د بقاء مسلې دي.

اردوغان : کولتور، صنعت او هنر  تر ټولو مهمې او حتا د بقاء مسلې دي.

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د بیش تپې په ماڼۍ کې  د کولتور او ګرځندوی وزارت د ۲۰۱۸ کال د جایزې په اړه په جوړو شوو ځانګړو مراسمو کې وکړې.

د ترکیې د کولتور او ګرځندوی د وزارت  ځانګړي جایزې په مستحقینو  وویشل شوې.

د ویلو ده چې د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزارت  د ۱۹۷۹ کال راهیسې  هر کال په منظنمه توګه د کولتور او ګرځندوی په برخه کې مستحقینو  ته  جایزې ورکوي.

د کولتور او ګرځندوی د وزارت د ۲۰۱۸ کال کال ځانګړې جایزې   د امین اونګن اوسکودار د موسیقي  جمعیت او د دوغوش ګروپ په مرسته جوړ شوی  د ارا ګولر ارشیف او څیړنیز مرکز او موزیم ته ورکړل شوې.

پدې اړه  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو. په مراسمو کې  ولسمشر اردوغان هم  ګډون کړی وو.

ولسمشر اردوغان پدې مراسمو کې ګډونوالو ته  په وینا کې وویل ، د یو هیواد لپاره کولتور، صنعت او هنر  لږ تر لږه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، بهرني سیاست او اساسي خدماتو په اندازه  مهم  دي.

انشاالله چې په راتلوونکې کې به  ترکیه د کولتور، صنعت ، هنر، معمارۍ  او ښار جوړونې په برخه کې  ډیرې  لوړې سویې ته  ورسو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په چوکاټ کې  د کولتور او هنر  د سیاستونو  شورا جوړه شوې ده  چې دا شورا به مونږ سره پدې برخه کې ډیره زیاته مرسته وکړي.

مونږ  د هغوې  چارې د نږدې نه تعقیبو.



اړوند خبرونه