په سعودي كې د سينما لومړنى سالون

په سعودي عربستان كې د سينما د جوړولو او فعاليت اجازه نامه پدې سكتور كې د امريكا د متحدو ايالتونو يو لوى شركت اې اېم سي ترلاسه كړه.

په سعودي كې د سينما لومړنى سالون

 

په سعودي عربستان كې د سينما د جوړولو او فعاليت اجازه نامه پدې سكتور كې د امريكا د متحدو ايالتونو يو لوى شركت اې اېم سي ترلاسه كړه.

د سعودي د كلتور او معلوماتو د وزير څرګنده كړه چې د سينما د فعاليت د اجازه نامې د وركولو سره به په هېواد كې د بهرنۍ پانګې د جلب لاره هم پرانيستل شي.

د نوموړي په وينا سعودي عربستان لوى مصرفي بازار دى او د نفوسو د نيمايي زياتو عمرونه يې تر ۳۰ كلونو ټيټ دي.

ټاكل شوې ده چې په راتلونكو پينځو كلونو كې د سعودي عربستان په ۱۵ ښارونو كې د سينما ۳۰ سالونونه پرانيستل شي. تر ۲۰۳۰م كاله پورې به د هېواد په ۲۵ ښارونو كې سينماګانې جوړې شي.



اړوند خبرونه