سنجى ډت د "احمدشاه بابا" په رول كې!

ټاكل شوې ده چې د باليوډ سينما د پاني پت د جګړې په اړه چې د افغانستان د وخت د نامتو پادشاه احمدشاه دراني او د هندي مراټيانو ترمېنځ پېښه شوه، يو فلم جوړ كړي.

سنجى ډت د "احمدشاه بابا" په رول كې!

 

ټاكل شوې ده چې د باليوډ سينما د پاني پت د جګړې په اړه چې د افغانستان د وخت د نامتو پادشاه احمدشاه دراني او د هندي مراټيانو ترمېنځ پېښه شوه، يو فلم جوړ كړي.

پدې فلم كې به د هند د سينما نامتو ستورى سنجى ډت د احمدشاه  دراني يا ابدالي په رول كې چې د افغانستان په رسمي تاريخ كې ورته د احترام په پار د "بابا" لقب وركړل شوى دى، څرګند شي.

پدې فلم كې به د سنجى ډت سربېره آرجون كپور او كريټي سانون هم ولوبيږي.

دا فلم د هندي ډايركټر آشوتاش ګواريكا لخوا جوړ شي. نوموړي رسنيو ته ويلي دي چې هيله لري د هند د تاريخ پر يوې مهمې پېښې باندې رڼا واچوي.

ددې فلم نوم `` پاني پت، هغه لوى خيانت`` نوميږي. د فلم اصلي كيسه د پاني پت د دريمې جګړې په اړه ده چې په ۱۷۶۱م ميلادي كال كې د احمدشاه دراني او د مراټيايو د امپراتورۍ د ځواكونو ترمېنځ پېښه شوه. دا جګړه د افغان ځواكونو په برياليتوب پاى ته ورسېدله.

ويل كيږي چې پدې جګړه كې لسګونه زره كسان ووژل شول چې د هند – افغانستان په تاريخ كې تر ټولو لويه جګړه بلل كيږي.

پدې فلم كې به آرجون كپور د سدا شيوراو باو په رول كې چې د مراټيانو د ځواكونو عمومي قوماندان و، ولوبيږي. كريټي سانون به هم د همدې قوماندان د مېرمنې په رول كې ولوبيږي چې د جګړې په ميدان كې يې ترې حمايت كړى دى.

د فلم لوبغاړو د ټولنيزې مېډيا له لارې په خپلو پيغامونو كې څرګنده كړه چې خوشاله دي چې پدې جګړه كې مراټيانو د قربانۍ او شجاعت د ياد په موخه لوبيږي.



اړوند خبرونه