په سعودي كې لومړنى كنسرت!

سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره په پلازمېنه رياض كې د يو كنسرت په جوړولو بريالى شوى دى.

په سعودي كې لومړنى كنسرت!

 

سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره په پلازمېنه رياض كې د يو كنسرت په جوړولو بريالى شوى دى.

د سعودي عربستان د تفريح شورا چې په ۲۰۱۶م كال كې يې په فعاليت پيل وكړ په پلازمېنه رياض كې يې د لومړي ځل لپاره د جاز د موسيقۍ يو فيسيتوال جوړ كړ.

په هېواد كې د وليهعد شهزاده محمد بن سلمان لخوا د اصلاحاتو په لړۍ كې دا ځل كنسرته اجازه وركړل شوه. سعودي چارواكو تر دې وړاندې د ښځو لپاره د موټر چلولو او همداراز د سينما لپاره هم اجازه وركړې وه.

ددې هېواد د تفريح د شورا د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸م كال كې به په ۵۶ ښارونو كې لږ تر لږه ۵ زره بېلابېل پروګرامونه جوړ شي. د معلوماتو له مخې دا شورا په پام كې لري چې په راتلونكو ۱۰ كلونو كې ۶۵ ميليارده ډالره د تفريح په سكتور كې پانګه اچونه وكړي.



اړوند خبرونه