د مدنيت پر لار سيالي

يواځې د ټيكنالوژۍ په درلودلو سره څوك نه مدني كيږي او نه هم د مدنيت دعوا كولاى شي. مدني كېدل په تمامه معنى د انساني ژوند پورې اړه لري.

887644
د مدنيت پر لار سيالي

 

لومړۍ برخه

* ابراهيم كالن

 

د مدنيت په اړه وروستى اكاډيميك بحث د ``د مدنيتونو ترمېنځ نښته او د نړيوال نظام بيا تاسيس`` تر نامه لاندې كتاب سره چې  د سامويل هانګټېنګټن لخوا شاوخوا شل كاله وړاندې ليكل شوى دى، پيل شو. هانګټېنګټن پدې كتاب كې د سړې جګړې د پاى ته رسېدلو نه وروسته د نوي نړيوال نظام په چوكاټ كې د امپرياليستي طرحو د مشروعيت لپاره د مدنيت له اصطلاح ګټه پورته كړه. پدې ډول د مدنيت او نزاكت د اصطلاحاتو د بيا تفسير مخه ونيوله. د مدنيت د اصطلاح مجهول تاريخ ته په كتلو سره ددې اصطلاح د بيا تعريف پر مهال بايد له احتياطه كار واخيستل شي.

په ۱۹مه پېړۍ كې د اروپا امپرياليزم د كلتورونو او ټولنو ترمېنځ د مراتبو د سلسلې او برترۍ په چوكاټ كې د استعمار او يرغل د مشروعيت په موخه په بې شرمانه توګه  د مدنيت اصطلاح وكاروله. د مدنيت او مدني كېدلو بهير د اروپايانو لخوا د هيومانيزم او اخلاقي محتوا پر مټ د غير اروپايي مستعره ټولنو د مدني كولو لپاره وكارول شوه. دوى ادعا كوله چې دا بهير د مستعمره ټولنو په ګټه دى. خو حقيقت بيا داسې و: د اروپا امپريالستي ماجراګانو آسيا او يا افريقا ته د كلتور، حقوقو او نظام په برخه كې مدنيت رامنځته كړى نه و. برعكس د اروپايانو او غير اروپايانو ترمېنځ يې اوږد واټن رامنځته كړ. د كارل ماركس نه نيولې د روديارډ كيپلينګ پورې او د جان سټوارټ مېل نه نيولې تر ټوماس ماكاولې پورې ټولو پوهانو او فيلسوفانو د آسيا د ديكتاتوري نظامونو پر وړاندې د امپرياليزم جګړه د مدنيت په نامه ياده كړله. حقيقت دا دى چې د لوېدېځ په مدنيت كې د امپرياليزم او استعمار پرته بل هېڅ ډول مدني، انساني او له حكمته ډك پيغام نشته دى.

اوس پوښتنه دلته ده چې د مدنيت د اصطلاح د سم تعريف په موخه هغه شرايط چې په ۱۹مه پېړۍ كې حاكم وو، اوس له منځته تللي دي كه دوام لري؟ ددې پوښتنې د ځواب په موخه د انسان ليدلورى ځانګړى اهميت لري. له يوې خوا په اوسنۍ نړۍ كې د كلتور او مدنيت د مراتبو سلسله د انساني ارزښتونو پر اساس د څو كلتوري ټولنې او ګډه ژوند د امكاناتو د برابرېدلو له زاويې د مدنيت اصطلاح يو څه مثبت بدلون موندلى دى او بيا په درناوي ترې يادونه وشي. خو ددې سره سره د امپرياليزم او استعماري ميراث په چوكاټ كې د لوېديځو ټولنو لخوا پر نورو د تحكم او زوراكۍ له لارې د مدنيت پلي كول په ۲۱مه پېړۍ كې هم ډېر بدلون نه دى موندلى.

د همدې امله د مدنيت د اصطلاح د سم تعريف لپاره اوس هم يو لړ ستونزې شته دى. ځكه چې كه هر څومره كوښښ وكړ چې د مدنيت د سم تعريف لپاره ددې اصطلاح د استعماري او امپرياليستي تاريخ هېر هم كړو خو په افريقا، د منځني ختيځ په يو زيات شمېر هېوادونو، آسيا او نورو سيمو كې سياسي تاريخ د استعمار ترخې خاطرې زموږ په ذهن كې يو ځل بيا را ژوندۍ كوي. د بله پلوه په اوسنۍ نړۍ كې روانه بې عدالتي او غير متوازن حقيقت ددې سبب كيږي چې ددې اصطلاح د تعريف په اړه زموږ په زړونو كې شك پيدا شي.

په تيوريك لحاظ د مدنيت د اصطلاح د تعريف او بحثونو په لړ كې د خنډونو په نظر كې نيولو سره يوه بله ستونزه هم بايد له ياده ونه ويستل شي. د پوست مدرنيزم په نامه بهير چې د تېرو پېړيو د اصطلاحاتو او وجيزو تعريفونه يې ناچله اعلان كړي دي د ځمكې پر سر د بشريت د راتلونكې په اړه يې د مدنيت په څېر يو لړ نورو اصطلاحاتو ته يې هم زيان رسولى دى. په پوسټ مدرنه زمانه كې د انتي رياليستي تيوريو مخالفين پدې اند دي چې د مدنيت اصطلاح تر هغه څه ډېره پراخه او لويه ده چې د انسانانو ترمېنځ د كلتور، تاريخ او فردي ژوند د مراتبو د سلسلې د څرګندولو په موخه وكارول شي. دوى پدې اند دي چې د مدنيت اصطلاح په سرسري توګه تعريف شوې ده او د جزيياتو په اړه يې هېڅكله هم بحث نه دى شوى. اوس د ` لويو فكرونو` زمانه نوره پاى ته رسېدلې ده. د همدې امله د مدنيت په څېر نور اصطلاحات بايد له سره تعريف شي.

* د تركيې د ولسمشر وياند ابراهيم كالن.



اړوند خبرونه