د يوې ونې لپاره ټوله پروژه بدله شوه.

د تركيې د ايزمير په ښار كې د يوې تاريخي ونې له امله د زېرزمينۍ پروژه بدله شوه.

885654
د يوې ونې لپاره ټوله پروژه بدله شوه.

 

 

ددې ولايت د تورباله په ولسوالۍ كې د غز يوه تاريخي ونه چې د اسپانيا د پادشاه ۱۲م الفونسو لخوا د عثماني امپراتورۍ پادشا سلطان عبدالحميد ته ډالۍ شوې وه، اوس هم په سيمه كې ولاړه ده.

ددې ښار ښاروالۍ چې غواړي په سيمه كې يوه زېرزميني جوړه كړي، ددې تاريخي ونې د ويستلو پر ځاى يې د زېرزمينۍ پروژه بدله كړه.

دا ونه په ۱۸۷۹م ميلادي كال كې د اسپانيا د پادشاه لخوا عثماني پادشاه ته ډالۍ شوې ده.


پيوندونه: #تركيه , #ونه , #ايزمير

اړوند خبرونه