د `` قيام`` د ډرامې په سيمه كې اورلګېدنه

د `` قيام`` په نامه تركي ډرامه چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ كې يې سلګونه ميليونه مينه وال لري، تېره شپه يې لوبغاړي او تخنيكي پرسونل د اورلګېدنې له امله د مرګ د خطر سره مخامخ شول.

856201

د لومړنيو معلوماتو له مخې په استانبول كې د ريوا په ځنګلي سيمه كې چې دا ډرامه په كې ثبتيږي، تېر سهار وختي په ځايي وخت شاوخوا ۴ بجو باندې اورلګېدنه رامنځته شوه. د اورلګېدنې له امله د لوبغاړو جامو او خيمو ته زيان ورسېد خو د توليدي شركت د كار كوونكو د بېدارۍ په پايله كې يې د يوې لويې فاجعې مخه ونيول شوه. په اور لګېدنه كې چاته ځاني زيان نه دى رسېدلى.

اور لګېدنه د استانبول د ښاروالۍ اړوند د اطفايې لخوا مړه شوه او د پېښې په اړه پراخه څېړنې پيل شوې.

د اور لګېدنې له امله د ډرامې د ثبتولو چارې د نامعلومې مودې پورې وځندول شوې.

اړوند خبرونه