په مصر كې پر فتوا وركولو محدوديت
په مصر كې د الازهر د پوهنتون په غوښتنه په ټلوېزيونونو كې د يو شمېر ديني عالمانو لخوا د ناسمو فتوا ګانو د وركولو په غبرګون كې حكومت پر فتوا وركولو محدوديت ولګولو.
په مصر كې د الازهر د پوهنتون په غوښتنه په ټلوېزيونونو كې د يو شمېر ديني عالمانو لخوا د ناسمو فتوا ګانو د وركولو په غبرګون كې حكومت پر فتوا وركولو محدوديت ولګولو.
د مصر په يو شمېر ټلوېزيونونو كې ديني عالمانو د خلكو ديني پوښتنو ته د فتوا وركولو پر پروګرامونو محدوديت ولګول شو.
د الازهر د پوهنتون ريس شيخ احمد الطيب پدې اړه وويل چې د داسې فتوا وركول چې د دين د اساساتو سره په ټكر كې وي اسلام او شريعت ته زيان رسوي. د نوموړي په وينا ځينو كسانو د فتوا وركولو د صلاحيت د نه درلودلو سره سره د ټلوېزيون پر پردې د فتوا كولو سره اسلام ته زيان رسولى دى.
نوموړوي د بېلګې په توګه يادونه وكړه چې په اسلام كې د ښځو او سړيو ترمېنځ د ميراث د مساوي حق فتوا ناسمه ده.
د همدې امله په هېواد كې دار الافتا لخوا ټاكل شوي يواځې ۵۰ عالمان صلاحيت لري چې فتوا وركړي.
د بله پلوه په مصر كې يو ديني عالم پخوا فتوا وركړې وه چې د مړو او حيواناتو سره جنسي اړيكې جايزې دي. دې فتوا په هېواد كې د يو زيات شمېر كسانو غبرګون راپارولى و.