د سويډن په راډيو كې د داعش پروپاګند!

د سويډن يو مشهور راډيويي سټېشن د داعشي اورپكو لخوا هك او بيا وروسته ددې ډلې پروپاګند په كې شوى دى.

د سويډن په راډيو كې د داعش پروپاګند!

 

 

د ځايي خبري رسنيو د معلوماتو پر اساس نن سهار په سويډن كې د مېكس ميګاپول په نامه د يو مشهور راډيويي تفريحي سټېشن څپې د داعش لپاره هك شوې.

د معلوماتو له مخې په داسې حال كې چې پدې راډيو كې د اېډ شيران په نامه د نامتو انګليسي سندرغاړي سندره غږېدله په ناڅاپي توګه په كې د داعش د پروپاګند يوه ترانه خپره شوه.

دا ترانه چې په انګليسي ژبه ده له مخې يې خلك د داعش ليكو ته رابلل كيږي. ترانه `` د الله د رضا لپاره`` تر عنواند لاندې ده چې داعشيان يې تر ډېره حده د نوو غړو د جذبولو په موخه د پروپاګند په توګه كاروي.

ويل كيږي چې د ۳۰ دقيقو لپاره د سټېشن څپې د داعشيانو تر كنترل لاندې وې چې بيا وروسته يې نشرات بند شول.

پوليسو د پېښې په اړه څېړنې پيل كړې دي.


پيوندونه: سوېډن , داعش , انګليسي

اړوند خبرونه