د قرآن كريم په حسن تلاوت كې د تركيې مهم برى

د قرآن كريم د حسن تلاوت په نړيوالو سياليو كې چې په ايران كې ترسره شوې، د تركيې دوو تنو حافظانو لومړي مقامونه وګټل.

د قرآن كريم په حسن تلاوت كې د تركيې مهم برى

 

 

دا سيالۍ چې د اسلامي كنفرانس د ډيالوګ او همكارۍ د ځوانانو د شورا او د ايران د ځوانانو او سپورټ د چارو د وزارت لخوا په ګډه ددې هېواد شېراز په ښار كې ترسره شوې، په كې د فاروق شاهين او انس عبدالله په نامه دوو تركي حافظانو لومړي مقامونه وګټل.

پدې سياليو كې د نړۍ د ۱۷ هېوادونو نه ۵۶ تنو حافظانو ګډون كړى و.



اړوند خبرونه