د حضرت سلیمان مهر وموندل شو!

په ترکیه کې یو تاریخي اثر چې ګمان کیږي د حضرت سلیمان ع مهر وي، د پولیسو ځانګړو عملیاتو په پایله کې د تاریخي آثارو د یو قاچاق وړونکي له کوره وموندل شو.

hazreti suleyman donemi.jpg

 

 

د ترکیې د اماسیا د ولایت په مربوطاتو کې پولیسو له برونزو جوړ یو مهر چې ویل کیږي د حضرت سلیمان ع پورې اړه لري د یو شمېر نورو تاریخي اثارو سره موندلی دی.

د قاچاق وړونکي په کور کې د سرو زرو پینځه پاڼې چې پرې په عبراني ژبه متن لیکل شوی دی هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي. سربېره پر دې د تورات د یوې لرغوني نسخې شپږ پاڼې او د برونزو تعویذ هم موندل شوي دي.

د پېښې په تړاو د کور خاوند هم نیول شوی دی.

ټاکل شوې ده چې دا تاریخي آثار د یو مسلکي ټیم لخوا وڅېړل شي.



اړوند خبرونه