په تركيه كې د دولتي نښان په معمارۍ ښكلى مسجد

د تركيې د مركزي ولايت سيواس كې د يو لوى جامع مسجد ډبره چې د ځانګړې معمارۍ په نظر كې نيولو سره ډيزاين شوى دى، كېښودل شوه.

په تركيه كې د دولتي نښان په معمارۍ ښكلى مسجد

 

د تركيې د مركزي ولايت سيواس كې د يو لوى جامع مسجد ډبره چې د ځانګړې معمارۍ په نظر كې نيولو سره ډيزاين شوى دى، كېښودل شوه.

دا مسجد چې د تركيې د دولتي نښان `` سپوږمۍ او ستوري`` په نظر كې نيولو سره ډيزاين شوى دى د ۷ زره متره مربع ساحه كې جوړيږي.

په كې مسجد پر يو وخت د ۸ زره ۵۰۰ تنو لمونځ كوونكي ځاييږي چې د مدرنې معمارۍ په نظر كې نيولو سره جوړيږي.

دا مسجد په اصل كې د سيواس د ښاروالۍ پروژه ده خو د مالي لګښت يې د خيريه ټولنو، سوداګرو او عامو هېوادوالو پر غاړه اخيستى دى.

پدې مسجد كې به د قران كريم كورسونه هم شامل وي.

د مسجد دنننۍ برخه درې پوړيزه ده چې په منځني پوړ كې محراب او منبر ځاى لري.

تمه كيږي چې ددې مسجد كار به په ۲۰۱۸م كال كې پاى ته ورسيږي.



اړوند خبرونه