د هېټلر نېكر خرڅلاو ته وړاندې كيږي!

د جرمني د نازي رژيم د مشر اډولف هېټلر نېكر د مزايدې له لارې خرڅلاو ته وړاندې كيږي.

د هېټلر نېكر خرڅلاو ته وړاندې كيږي!

 

هېټلر چې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د ميليونونو انسانانو د مرګ سبب شوى دى، په نړۍ كې تر ټولو د نفرت وړ شخصيت دى.  ددې سره سره پدې وروستيو كې د فاشيزم د فكري مكتب ځيني پلويان يې اوس هم د ځان لپاره ايډيال بولي.

په همدې موخه په امريكا كې د مزايدې يو شركت د اډولف هېټلر ځيني شخصي شيان خرڅلاو ته وړاندې كړي دي. پدې شيانو كې د هېټلر ليكونه او يادښتونه، د نوموړي لخوا لاسليك شوى مشهور كتاب `` زما جګړه``، يوه ځانګړې نقشه او د هېټلر د مينې چترۍ شامله ده.

تر ټولو مشهور يې بيا د نازي رژيم د مشر اډولف هېټلر نېكر دى چې په ۱۹۳۸م كال كې د اتريش په يو هوټل كې ترې هېر شوى و. دا نېكر د پاركهوټل ګرز په نامه د هوټل د خاوند لخوا ساتل شوى و چې اوس يې د ميراث خورو لخوا پلورل كيږي.

ددې نېكر بيه د ۴۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ ډالرو ترمېنځ ده.

د مزايدې تر ټولو ګرانبيه توكى  هغه ځانګړې نقشه ده چې يو امريكايي سرتيري د هېټلر له كوره پيدا كړې وه. دا نقشه كېداى شي په ۲۰۰ زره امريكايي ډالرو وپلورل شي

بل مهم توكى دهېټلر په لاس ليكل شوى او لاسليك شوى مشهور كتاب `زما جګړه ده.``

تمه كيږي چې دا كتاب تر ۲۰ زره امريكايي ډالرو پورې پېرودونكى ومومي.



اړوند خبرونه