د نړۍ تر ټولو بدرنګه سپۍ!

د نړۍ د تر ټولو بدرنګ سپي د سيالۍ ۲۹م پړاو چې د امريكا د كليفرونيا په ايالت كې ترسره شوه، د مارتا په نامه دې سپۍ ګټلې ده.

د نړۍ تر ټولو بدرنګه سپۍ!

 

 

ددې سپۍ خاونده شيرلي زنډر وايي چې دوه كاله وړاندې يې دا سپۍ له كوڅې موندلې چې په بد روغتيايي حالت كې وه. د همدې امله يې د روغتيا لپاره څو ځله عمليات كړې هم ده.

دا سپۍ چې د ځوړند پوستكي سره شهرت لري ۵۷ كيلوګرامه وزن لري. مارتا د سيالۍ د لومړي مقام د ګټلو ترڅنګ ۱۵۰۰ ډالره نقدي جايزه هم خپله كړله.

ددې سره سره دې بدرنګې سپۍ د سيالۍ پر مهال د ټولو مينه والو پاملرنه جلب كړې وه.

دا هم د تېر كال د لومړي مقام ګټونكي سپيان!


پيوندونه: سپى , سپۍ

اړوند خبرونه