د تركيې ښكلا ته د هاليوډ د ستورو پاملرنه

د هاليوډ د رنګونو د نړۍ نامتو ستورو براډ پېټ او انجيلينا جولي د تركيې په سوېل لوديځ كې د ايزمير په ولايت كې د اژې د بحيرې په ساحل كې يوه په زړه پورې بنګله وپېرودله.

406669

د ايزمير د ولايت د اورلا په ولسوالۍ كې ساحل ته نږدې يوه بنګله او باغ چې شاوخوا يې ځنګل دى د هاليوډ پر نامتو ستورو وپلورل شوه.
ددې بنګلې ټوله بيه ۲،۶ ميليونه ډالره ددې جوړې لخوا يې مالك ته وركړل شوي دي.
ويل كيږي چې بنګله د ۱۰ زره متره مربع ساحه كې جوړه شوې ده او ژوند په ټولو مدرنو وسايلو باندې سمبال ده.
جوړې چې پخوا هم تركيه له نږدې ليدلې ده وايي چې د تركيې د كلتور سره مينه لري. ټاكل شوې ده چې براډ او انجيلينا به د ۲۰۱۶ كال د اوړي موسم په تركيه كې په همدې بنګله كې تېر كړي.
دا لومړى ځل نه دى چې د هاليوډ ستوري په تركيه كې كورونه پيري. پخوا هم نامتو ستورو په تركيه كې كورونه پيرودلي دي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه