د ترکیې د دوستۍ پلونه

د ترکیې د دوستۍ پلونه

1142993
د ترکیې د دوستۍ پلونه

 

 د ترکیې د دوستۍ د پلونو په خپرونه کې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  د ترکیې د مرستندویه او خیریه موسسو، اژانسونو او اداراتو د فعالیتونو  په اړه تاسې ته معلومات درکوو  په خپرونه کې به  د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د ریاست د فعالیتونو په اړه  تاسې ته  لنډ معلومات درکړو. د ویلو ده چې په تیرو  څلورو خپرونو کې مو  په نړۍ کې د ترکیې د همغږۍ او همکارۍ د ریاست  تیکا  د فعالیتونو په اړه معلومات درکړي وو.

د یادولو وړ ده چې  د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډیرې مهمې  پروژې  سرته رسولي  دي.

راځۍ چې  لومړی ددې ریاست  د تاریخ په اړه لنډ بحث وکړو.

د د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست د ۲۰۱۰ میلادي کال د اپریل په شپږمه نيته  تاسیس شو. دا ریاست د بهر میشتو ترکانو ، ترک تبارو ټولنو او په ترکیه کې د ترکیې د دولتي تحصیلي بورسونو سره په زده کړه بوختو  نړۍوالو محصلینو  د چارو د سمون ، هماهنګۍ او پدې برخه کې  د سالمو خدماتو په موخه  تاسیس شو.

د ویلو ده چې  دې ریاست  د تاسیس د ورځې نه په اعتبار سره  پدې برخه کې دیر مهم  فعالیتونه  ترسره کړي دي.

د ویلو ده چې  دې ریاست  په بهر کې د میشتو ترکانو، ترک تبارو ټولنو  او ترکیې ترمنځه  د اړیکو  د لا قوي کولو، اقتصادي، ټولنیزو او کولتوري برخو کې د قوي هماهنګۍ د رامنځته کولو په لاره کې ډیر مهم ګامونه اوچت کړي دي. همداشان  ددې ریاست  د چارو په لومړیتوب کې  د ترکیې  تحصیلي بورسونه مستحقو کسانو ته  رسول دي.

دا ریاست  هر کال د ترکیې د دولت په ملاتړ په زرګونه تحصیلي بورسونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  مستحقو کسانو ته  رسوي.

د نړۍ په ډیرې لرې پرتو او فقیرو سیمو کې چې  ځوانانو ته  چې  د لوړو زده کړو توان نلري  ترکیې ته راولي  او دلته ورته  د لوړو زده کړو زمینه برابروي.

دا ریاست  په اصل کې  ددې کار سره  د نړۍ ګوټ ګوټ  کې د ترکیې لپاره رضاکاره  سفیران  روزي. په راتلوونکې خپرونه کې به  خپل بحث ته  دوام  ورکړو.

 



اړوند خبرونه